د تراز ظرفیت
د افغانستان صنعتونو لپاره دقیقه، باور او هوښیار اندازه کول
د تراز ظرفیت
د تراز ظرفیت د هغه د انتخاب له مهمو موضوعاتو څخه ده. د تراز ظرفیت د اړتیا پر بنسټ ټاکل کېږي؛ دا ظرفیت کولی شي له ۱۰۰۰ کیلوګرامه څخه د هغو وسایطو لپاره لکه مزدا یا خاور، تر ۲۰۰٬۰۰۰ کیلوګرامه پورې د ریل لاین د وزن اخیستنې لپاره او حتی تر دې هم زیات وي.
په زموږ په هېواد کې، د ټرېلي لپاره کارېدونکي ترازونه عموماً د ۱۰۰ ټنه ترازونو په نوم یادېږي. خو دا شمېره د هغوی واقعي ظرفیت نه دی، ځکه ترازونه عموماً د سړک د ترانسپورتي مقرراتو پر بنسټ طرحه کېږي؛ یعنې یو بار وړونکی ټرېلي اعظمي له ۴۵ څخه تر ۵۰ ټنو پورې وزن لري.
نو که تاسو غواړئ تراز په داسې ځای کې نصب کړئ چېرې چې وسایط د سړک له قانوني محدودیتونو څخه بهر تګ راتګ کوي او ممکن له ټاکلي حد څخه زیات بار ولري، نو اړینه ده چې د اخیستلو پر مهال دا موضوع له پلورونکي سره شریکه کړئ، تر څو تراز ستاسو د واقعي اړتیا له مخې طرحه شي.
په تراز کې د وزن اندازه کول
میخانیکي تراز
په پخوا کې، د وزن د اندازه کولو لپاره په میخانیکي ترازونو کې له میخانیکي اهرمونو څخه کار اخیستل کېده. دا ترازونه اکثره د ځمکې سره په هم سطحه یا د حوضچې په بڼه جوړېدل. په دې سیستم کې، د تراز د اوږدوالي له مخې، د صفحې لاندې ۴ یا ۸ کانکریتي ستنې (پډسټال) نصب کېدې او میخانیکي اهرمونه پرې ایښودل کېدل. د وزن اندازه کول په دې طریقه د اهرم د قانون پر بنسټ ترسره کېدل.
برېښنایي تراز
نن سبا، د میخانیکي اهرمونو کارول نږدې له منځه تللي او د هغوی پر ځای د وزن د اندازه کولو سنسورونه (لودسلونه) کارول کېږي. د تراز د ظرفیت، ابعادو او د جوړونکي د ډیزاین له مخې، یو تراز کولی شي ۴، ۶، ۸ یا تر دې زیات لودسلونه ولري.
د وزن ښودنه
په میخانیکي ترازونو کې، د وزن د ښودلو لپاره د وزنې کابینې یا په ځینو ماډلونو کې له عقربې څخه کار اخیستل کېده، چې د اهرمونو له لارې انتقال شوې قوه په لوستلو وړ عدد بدلوله.
په برېښنایي ترازونو کې، د وزن معلومات له لودسلونو څخه جانکشن باکس ته انتقالېږي او له هغه ځایه برېښنایي ښودونکي ته رسېږي، چې وزن په ډیجیټل بڼه ښيي.
برېښنایي ښودونکی د وزن د ښودلو ترڅنګ نورې ځانګړتیاوې هم لري، لکه چاپ، کمپیوټر ته د معلوماتو انتقال، د وزن پر بنسټ بېلابېل خروجونه او نور امکانات.


اړوند معلومات




