پېژندنه

_

د هرات ارمغان شرکت په افغانستان کې د لوړ تناژ کمپیوټري ترازونو لومړنی او تر ټولو ستر تولیدوونکی شرکت دی چې په 2012 کال کې د سوداګرۍ ادارې سره ثبت او راجستر شوی او د کیفیت د تضمین نړیوال سند ISO 9001:2008 یې ترلاسه کړی دی. دغه شرکت د کلونو تجربې او دوامداره هڅو له لارې توانېدلی چې د باور وړ ځانګړی مقام ترلاسه کړي او د بازار یوه مهمه برخه خپله کړي.

د دې شرکت تولیدات د نړۍ د سترو او معتبرو شرکتونو له باور او اعتبار څخه برخمن دي او د مجربو متخصصینو له خوا په بشپړ معیاري او ستندرد چاپېریال کې د پرمختللو وسایلو په کارولو سره تولید او چمتو کېږي.

نور اړتیا نشته چې د هېواد څخه بهر سفر وکړئ، انتظار وباسئ او یا د ټیټ کیفیت وارداتي توکي وازمویئ.

له پلور وروسته خدمات هم زموږ د همکارۍ یوه مهمه برخه ده.

د هرات ارمغان شرکت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خپلو استازولیو په لرلو سره ستاسو ګرانو هېوادوالو ته د ترازونو د ترمیم، نصب او مونتاژ خدمات وړاندې کوي او د ترازونو اصلي پرزې لکه جک (Load Cell)، ښودونکی (Indicator)، د تراز ځانګړی سافټویر، ځانګړي پرنټرونه او د اوبو ضد Junction Box هم عرضه کوي.

همدارنګه دا شرکت د ۵۰۰ کیلوګرامه څخه تر ۱۰۰۰ کیلوګرامه پورې د ستندرد وزنو د پلور په برخه کې هم فعالیت لري چې د لوړ تناژ ترازونو د ازموینې لپاره کارول کېږي.

ستاسو د اړتیا وړ اصلي او باکیفیته تجهیزات د اروپا له معتبرو او سترو شرکتونو څخه چې د لودسل او تراز تجهیزاتو جوړونکي دي، عرضه کېږي.
د لسګونو کورنیو شرکتونو او بهرنیو مؤسسو له خوا د دغو ترازونو کارول زموږ د دقیق او باوري تولیدي سیستم د بریالۍ پایلې څرګندونه کوي.
اسانه کارونه او بشپړ ډاډ.

زموږ محصولات

_

د وزن د اندازې لوړه دقیقه تجربه له موږ سره وکړئ.
د هرات ارمغان شرکت د تجربه، تخصص او د نړۍ د نوې ټکنالوژۍ یوه نښه ده.

صنعتي شرکت هرات ارمغان

«د وزن د اندازې لوړه دقیقه تجربه له موږ سره وکړئ»

«هرات ارمغان د تجربه، تخصص او د نړۍ د نوې ټکنالوژۍ یوه نښه ده»

 

زموږ ځینې مشتریان

_